کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې خپلو مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړی دی.
د یادې ادارې مسوولینو وایي، هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه کوي.
مسوولین وایي، دوی تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي.
دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوري رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/