کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو څنډه کې د افغانستان د افغان حکومت له اقتصادي مرستیال سره کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، افغانستان سره سوداګرۍ برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچې لوړولو ترڅنګ افغانستان کې د صنعتي کارخونو جوړولو برخه کې هم پانګونه کوي.
بل لور دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت افغانستان کې د اذربایجان هېواد د پانګونې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورته د ټولو اړینو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.
د لاجوردو تاریخي لار افغانستان له اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو سره نښلوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/