معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو غونډه پای ته ورسېده

اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو غونډه پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې  اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو تر پېچلو خبرو – اترو وروسته پرېکړه وکړه، چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله، هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بودیجه بې وزله هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو په موخه ځانګړې کوي.

له اقلیمي بدلونونو اغېزمنو شویو هېوادونو سره به دغه برخه کې مرستې په راتلونکي زېږیز کال کې پیل شي.

د کاپ ۲۹ په وروستي پرېکړه لیک کې تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ۱ اعشاریه ۳ ټریلیونه ډالره کلنۍ بودیجه اټکل شوې، چې پاتې برخه به یې له خصوصي سکټور، نړیوالو بنسټونو او ځینو نورو مالي سرچینو برابریږي.

دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ ګډون کړی و او د غونډې په څنډه کې یې د ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو له استازو سره کتنو کې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو سره د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس