معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اردوغان د ترکیې زلزله ځپونکو ته ۲ لکه کورونه جوړوي

اردوغان د ترکیې زلزله ځپونکو ته ۲ لکه کورونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د ترکیې رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی، چې د هېواد په سویل ختیځو زلزله ځپلو سیمو کې به اغېزمنو او زلزلو ځپونکو خلکو ته نږدې۲ لکه کورونه ودان کړي.
اردوغان چې د مۍ په میاشت کې د ټاکنو څخه مخکې له سیاسي آزمون سره مخامخ دی، وویل چې‌ د حکومت په توان کې یې چې هر څه وي، د زلزلې ځپلو سره به یې وکړي.
دوه اونۍ وړاندې د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳ زره کسان مړه کړل، له یو لک ډېر یې ژوبل او په میلیونونو نور یې بې کوره کړل.
اردوغان وايي په دغو زلزلو کې په ترکیې کې شاوخوا ۱ لک۱۸ زره کورونه یا نړیدلي، یا نړول یې په کار دي‌ او یا هم ډېر زیانمن شوي دي.
هغه ژمنه وکړه وکړه چې د نږدې ۲ لکه کورنو بیا رغونه به د مارچ په میاشت کې پیل کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس