معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره امنیتي قطعه ګومارل شوې

اروزګان کې د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره امنیتي قطعه ګومارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د تاریخي ځایونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره ځانګړې امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.

د چارواکو په وینا، دوی د تاریخي ابداتو د بیارغونې په برخه کې هم جدي هڅې پیل کړې دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې ۱۳۶ تاریخي سیمې ثبت شوې دي.

له دې سیمو څخه کافر کلا، سلیمان تخت او کلا مرچه مشهور تاریخي ځایونه دي، چې د مسوولینو په خبره د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ځانګړې پاملرنه کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس