معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې د لارې پر سر شخړې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې د لارې پر سر شخړې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د ډنډک په سیمه کی د ملکي خلکو ترمنځ د لارې پر سر شخړه رامنځته شوې، چې پنځو تنو ته په کې مرګ_ژوبله اوښتې.
د ګیزاب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ویلي، د ګیزاب ولسوالۍ د ډنډک په سیمه کې یادو ځایي خلکو د لارې پر سر شخړه کړې، چې د چړو او ډبرو ګزارونو له امله په کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا مسوولین پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ښکېلو غاړو ځینې کسان یې نیولي دي.
دا نښته په داسې مهال کیږي، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهرآباد سیمه کې د دوو کلیو ترمنځ په شخړه کې ۷ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس