معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې له یو لک ډېرو کسانو ته د نړیوال بانک په مرسته د کار زمینه برابره شوې

اروزګان کې له یو لک ډېرو کسانو ته د نړیوال بانک په مرسته د کار زمینه برابره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ارزګان ولایت په چوره او چنارتو ولسوالۍ کې د نړیوال بانک په مرسته تر یو لک ډېرو کسانو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
ځایي مسوولین وایي، د دغې پروژي ټول لګښت ۹ سوه میلیونه افغانۍ دی، چې د خلکو په خوښه د بیارغونې پۀ چارو باندې په مصرف رسیږي.
د دغه پروژې مسوولین وایي، که په کلیوالي سیمو کې دغه ۲۱۹ پروژې بریالۍ مخته لاړې شي، نو په نورو سیمو کې به هم ورته پروژې پلې کړي.
د روانو چارو پوهان په دې باور دي چې د وړیا مرستو پر ځای که د وطن آبادولو کې خلکو ته د کار په بدل کې مرسته ورکړل شي، اغېز او ګټه به یې ډېره وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس