معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې ږلۍ او سېلابونو زرګونه جریبه کښت تخریب کړی

اروزګان کې ږلۍ او سېلابونو زرګونه جریبه کښت تخریب کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ په نویان، شاخه، کله خور، چهار آسیا، بادینزی او نکروز سیمو کې د ږلۍ او سېلابونو راوتو له امله په زرګونه جریبه د غنمو کښتونه زیانمن شوي او نور ګڼ مالي زیانونه یې اړولي.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې شوې ږلۍ او سېلابونو ورته زرګونه جریبه کښت زیانمن کړی، کورونه یې ویجاړ کړي او نور ګڼ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.
دوی له چارواکو غوښتي، چې زیان لیدونکو سره دې مرستې ترسره کړي.
تېر کال هم د ورته سېلابونو له امله د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په زیاته اندازه مالي او ځاني زیان اوښتی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس