معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنه وایي، اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی

اروپايي ټولنه وایي، اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ويلي، اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی دی.
د دوی په خبره افغانستان د بشري او طبیعي ناورینونو له اړخه څلورم هېواد بلل کیږي، چې اقلیمي بدلون د خلکو ژوند ته ډېر زیان رسوي.
په افغانستان کې د دې ټولنې دفتر پر ټویټر لیکلي، دغه ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او د مقابلې میکانېزمونو په موندلو کې له خلکو ملاتړ کوي. په ورته مهال دې ټولنې په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی او زیاتوي چې وچکالي او سېلابونه به د افغانانو وضعیت لا ناوړه کړي.
دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سېلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس