معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

اوچا ویلي، پرلپسې ملاتړ د افغانانو د ژغورلو لامل کیږي. نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ له ۲۰۲۲ کال څخه تر اوسه ټولې ۷.۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا د روان کال د سرطان پر ۲۰مه هم ویلي وو، چې د اوسني افغان حکومت له واکمنۍ شاوخوا درې کاله وروسته هم په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس