معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپایي ټولنې له سوریې سره د ۵.۸ میلیارده یورو مرستې ژمنه وکړه

اروپایي ټولنې له سوریې سره د ۵.۸ میلیارده یورو مرستې ژمنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس ویلي، چې اروپايي ټولنه او د دې ټولنې متحدین یې ژمن دي، چې د سوریې او هغې ګاونډیو هېوادونو ته د ۵.۸ میلیارد یورو مرسته ځانګړې کړي.

یاد آژانس ويلي، مېرمن کالاس د مرستو دغه اعلان په خپله اېکس پاڼه کړی دی.

راپور کې راغلي، د اروپايي ټولنې له لوري د مرستې دغه اعلان وروسته له هغه کیږي، چې د بشارالاسد رژیم وفاداره وسلوالو له تېرو څو اونیو راهیسې سوریه کې خلک له پراخ تاوتریخوالي سره مخ کړل.

سرچینې وايي، دغه مرستې به سوریه کې د اوسني حکومت د مالي ملاتړ سربېره د خلکو اړتیاوو پوره کېدو په برخه کې ډېرې مهمې ثابتې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس