معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان د ترانس افغان ریل پټلۍ پروژه کې له قطره همکاري غوښتې

ازبکستان د ترانس افغان ریل پټلۍ پروژه کې له قطره همکاري غوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):

د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني سره کتلې او د ترانس افغان ریل پټلۍ په تړاو یې خبرې کړي.

د راپور پر بنسټ د قطر امیر د ازبکستان ولسمشر ته د ټرانس افغان ریل پټلۍ په جوړېدو کې د بشپړ ملاتړ ډاد ورکړی دی.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلول کیږي.

ازبکستان، افغانستان او پاکستان د افغانستان د تېر جمهوري حکومت په مهال د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د دې پروژې په جوړېدو ډېرې تودې خبرې روانې کړې وې، خو په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو په راتلو سره یاده پروژه تر اوسه پاتې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس