معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان د روانې اپریل میاشتې په اوږدو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

ازبکستان د روانې اپریل میاشتې په اوږدو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
ټاس خبري آژانس د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ليکلي، چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په نیمايي کې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي.
کابلوف زیاته کړې، چې په ياده غونډه کې به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.
بل خوا کابلوف، د پنځه ډلې په اړه چې په دې وروستيو کې د مسکو او ايران له لوري د افغانستان د مسٔلو د حل په موخه وړاندیز شوې وايي، د يادې ډلې په چارو کې د هند د حضور په اړه د پاکستان د نه همغږۍ له امله هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس