معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

ازبکستان له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ازبکستان د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې له مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او مل پلاوي سره په کتنه له نوموړی څخه د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ازبکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټيشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي برنامو د رامنځته کولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې ازبکستاني پلاوي په دغه کتنه کې ویلي، چې د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او په تحصیلي برخو کې به د اړتیاوو پوره کولو لپاره به هڅې وکړي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس