معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / استخباراتو ریاست پکتیکا کې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکوي

استخباراتو ریاست پکتیکا کې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې پکتيکا کې د استخباراتو ریاست منسوبینو په مرکز او تروې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.
د پکتیکا ولایت د استخباراتو رياست له لوري په خپره شوې خبر پاڼې کې لیکل شوې دي، چې د استخباراتو ریاست منسوبينو په مرکز او تروې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د یو میل زیکویک او دوه میله دهشکو په ګډون ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، ۴۰ فایره د هاوان، ۱۵ فایره د راکټ او زرګونه فایره مختلف النوع مرمۍ او نور مهمات ترلاسه کړل.
دوی د دغو وسلو په تړاو د چا د نیولو په اړه څۀ نه دي ویلي..
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس