کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې حماس خپل تعهد پوره او بندیان یې سره صلیب ته وسپارل، خو صهیونستي رژیم دغه بهیر د نامعلوم علت له مخې ځنډولی دی.
تر اوسه د دې ځنډ علت رسما نه دی په ډاګه شوی.
ټاکل شوې وه، چې د بندیانو د تبادلې په اووم پړاو کې تېره ورځ اسراییل ۶۰۲ فلسطیني بندیان خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس خپل تعهد پوره کړی او نیول شوي اسراییلي بندیان یې خوشې کړي دي.
د فلسطیني سرچینو په وینا، د اسراییلو دا پرېکړه د نړیوالو انتقادونو سبب شوی او د بندیانو کورنۍ د ناوړه چلند او ژمنې نه پوره کولو له امله اعتراضونه کړي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/