معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو کې دوهم وسلوال برید هم ترسره شو

اسراییلو کې دوهم وسلوال برید هم ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
نړیوالې رسنۍ وایي، وروسته تر هغې چې د اسراییلو په پلازمېنه یروشلم کې د یو فلسطیني ځوان تر برید وروسته اووه اسراییلي وګړي ووژل شول، تازه دغه سیمه کې د یو بل فلسطیني ځوان لخوا پر دوه یهودي اسراییلي وګړو ډزې شوي چې دغه دوه تنه په شدت زخمي شوي دي.
نړیوالو رسنیو ته د روغتون مسوولینو د دغو دوو یهودانو چې پلار او زوی دي، روغتیایي حالت نازک ښودلی.
که څه هم لومړیو کې ویل کېدل چې برید کوونکی فلسطیني ځوان د پولیسو پر ډزو وژل شوی، خو وروسته بیا خبر ورکړل شو چې نوموړی هم زخمی او روغتون ته وړل شوی دی.
تر دغو دوو بریدونو وړاندې اسراییلي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې نهه فلسطینیان وژلي وو، چې له امله یې د فلسطیني وګړو غصه راپارېدلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس