معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلو یو وار بیا نن سهار پر لبنان تازه بریدونه کړي

اسراییلو یو وار بیا نن سهار پر لبنان تازه بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پوځ پر خپل ټلیګرام چينل لیکلي، چې جنګي جیټ الوتکو یې نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې د حـ.زب الله لسګونه اهداف ویشتلي دي.

فرانس پرېس خبري آژانس د اسراییلي پوځ له قوله راپور ورکړی، چې دغو بریدونو کې د حـ.زب الله د وسلو زېرمتونونه په نښه شوی دی.

اسراییلي اشغالګرو ویلي، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، چې د حـ.زب الله پوځي وړتیاوې له‌ منځه یوسي.

د نننیو بریدونو د مرګ‌ – ژوبلې راپور لا نه‌ دی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.

دې وروستیو کې د اسراییلو او د لبنان حـ ـزب الله ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس