معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي ځواکونه غزې ته نږدې د یو احتمالي ځمکني برید تابیه نیسي

اسراییلي ځواکونه غزې ته نږدې د یو احتمالي ځمکني برید تابیه نیسي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې نن پنځمه ورځ ده، چې د غزې پر تړانګې د اسراییلي ځواکونو درنې بمبارۍ روانې دي.
د دغو بمباریو له امله تر اوسه رسمي سرچینو تر زرو پورې د فلسطیني وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
اوس اسراییلي ځواکونه غزې ته نږدې د یوه احتمالي ځمکني برید لپاره چې نظامي قوماندانان یې ښايي امر وکړي، چمتووالی نیسي.
اسراییل غزې ته تللې ټولې لارې تړلې دي. له غزې، مصر ته د تګ – راتګ یوازینۍ لار، رفح، هم د اسراییلو په هوايي بریدونو کې زیانمنه شوې ده.
د رسنیو د خبر پر بنسټ، غزه کې د استوګنې ودانۍ، کارخونې، جوماتونه او یو اسلامي پوهنتون چې له حماس سره اړیکې لري، ټول نړول شوي دي.
فلسطیني رسنۍ وايي، غزه کې حالات په چټکۍ خرابیږي.
د دوی په خبره د غزې په تړانګه کې یوازنی برېښناکوټ د تېلو له کمېدو وروسته کار بند کړی دی. خواړه او اوبه کم دي، روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي. په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي نیوکه کړې، چې اسراییل لوږه د جګړې د یوه تکتیک په توګه کاروي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس