معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اطلاعات او کلتور وزیر ازبکستان کې له خپل سیال سره لیدنه کړې

اطلاعات او کلتور وزیر ازبکستان کې له خپل سیال سره لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر په سن پیټرزبرګ کې د کلتوري یووالي ناستې څنډه کې د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف سره کتلي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګرځندوی صنعت پر ودې او پراختیا ټینګار کړی.

افغان وزیر په افغانستان کې موجوده امنیت په هېواد کې د ګرځندوی ودې لپاره مناسب فرصت بللی دی.

بل لور د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې هېواد به یې افغانستان سره د ګرځندوی ودې صنعت په برخه کې د خپلو تجربو شریکولو کې مرسته وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس