معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانانو بهرنیو هېوادونو کې په میلیاردونو ډالر پانګونې کړې

افغانانو بهرنیو هېوادونو کې په میلیاردونو ډالر پانګونې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان پانګوالو په څلورو بهرنیو هېوادونو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، سرپرست وزیر دغه هېوادونه ترکیه، متحده عربي امارات، ایران او پاکستان یاد کړي دي.

نوموړي ویلي، دغو پانګوالو په ترکیه کې نږدې ۹۵ میلیاره ډالره، پاکستان کې یې ۳ میلیارده ډالره، اماراتو کې ۵۵ میلیاره ډالره او همدا راز ایران یې هم له هغو هېوادونو له ډلې یاد کړی، چې افغانانو په کې تر ټولو ستره پانګونه کړې ده.

نوموړي ویلي، سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په هېواد کې پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي.

د سرپرست افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو، چې هېواد کې د بشپړ امنیت په راتلو سره، کورنیو او بهرنیو پانګوالو یوازې د کانونو په برخو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس