معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ازبکستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر سره هم مهاله، د سرپرست حکومت مسوولین وايي، دغه پلاوی به ازبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي.
د مسوولینو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، افغان پلاوی به هڅه وکړي چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، چې د دغه وزارت یو پلاوی تېره ورځ لوژیستیکي او ټرانسپورټي نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس