معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د اوسني حکومت تر حاکمیت لاندې له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

افغانستان د اوسني حکومت تر حاکمیت لاندې له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره مبارزه کې تر پخوا ښه شوی.
دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال اړوند راپور کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی، په داسې حال کې چې د همدې سازمان په ۲۰۲۱ کال راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد و.
د رونټیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال راپور چې تېره ورځ یې خپور کړ، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې_ځلې ارزولي دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د اوسني حکومت تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي، چې پر همدې اساس د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ام ځای خپل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس