معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی

افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ هېواد دی.

د اوچا د راپور له مخې، څه باندې ۳.۳ میلیونه کسان د ناچاودو توکو له خطر سره مخ سیمو ته نږدې، د یو کیلو مترۍ په فاصله کې ژوند کوي او هره میاشت د دغو توکو د چاودنو له امله ۵۵ ملکیان وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

اوچا زیاتوي، د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي، چې دا د ناچاودو توکو د دوامداره خطر جدي والي ته اشاره کوي.

افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله په لویه کچه سیمې د ناچاودو توکو له خطر سره مخ وې، چې دغه خطر اوس هم په ډېری سیمو کې موجود دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس