معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان پر مسایلو پاکستاني چارواکو سره غږېدلی

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان پر مسایلو پاکستاني چارواکو سره غږېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي.
دوی ویلي، چې د امریکا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ پلاوي سره په اسلام آباد کې لیدلي او دواړو لورو دغه لیدنه کې د سیمې پر حالاتو خبرې کړي.
پاکستاني لوري دغو خبرو کې ژمنه کړې، چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي وركړي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان پر وروستیو پرېکړو د مشورې لپاره پاکستان جرمني او سویس ته سفر وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس