معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان په اړه تاجکستان کې د پخوانیو چارواکو غونډه پیل شوې

افغانستان په اړه تاجکستان کې د پخوانیو چارواکو غونډه پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس چې پخواني حکومتي سیاسي څېرې، د بشري حقونو فعالان او د سیمې د هېوادونو استازي په کې ګډون لري، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوی دی.

د راپور پر بنسټ، دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي، چې یاد کسان په کې د افغانستان پر اوسني او راتلونکي وضعیت خبرې کوي.

تاجکستان کې دا مهال د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او د اوسني حکومت مخالفین مېشت دي.

د غونډې تنظیموونکو ویلي، غونډې ته د اوسني حکومت استازو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو کوم استازی یې نه دی ورغلی.

سرپرست افغان حکومت مسوولینو د دې غونډې په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې له ټولو مخالفو اشخاصو هېواد ته د راتلو او دلته د ژوند کولو غوښتنه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس