معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان کې جنګي جرمونه؛ هاګ محکمه خپلې څېړنې بېرته پیلوي

افغانستان کې جنګي جرمونه؛ هاګ محکمه خپلې څېړنې بېرته پیلوي

د لړم ۱۰مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ
هاګ کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي.
قاضیانو په یوه نوي حکم کې څارنوال کریم خان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړي.
کریم خان د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر دی چې اوس د جرمونو نړیواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لري.
د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او ط البانو کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۲۰۱۷ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د افغانستان جګړو کې د شویو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو اوږده موده کېږي او دغه بهیر لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې رسما پیل شو.
افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو د امریکا پر استخباراتي ادارې، د پخواني افغان حکومت پر امنیتي ځواکونو، طالبانو او یو شمېر خپلسرو قوماندانانو بېلابېلو وختونو کې د وژنو، ربړونو او نورو بشر ضد جرمونو تورونه پورې دي.
د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه به د امریکا د استخباراتو له لوري په رومانیا، لېتوانیا، پولنډ او د دې محکمې نورو غړو هېوادونو کې هم د پټو زندانونو درلودو او له بشري حقونو د سرغړونو پېښې وڅېړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس