کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د تېر کال په پر تله سږ کال افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.
د دغه راپور له مخې، افغانستان کې د غنمو، وریجو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دي، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.
راپور کې راغلي، د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوي دي.
د خوړو نړیوال پرواګرام ویلي، بېړنیو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلي، چې د کاري زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالي، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دي، چې افغانان یې بشري مرستو ته اړ کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/