کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
که څه هم افغان مشران په خپله خاوره کې هېڅ کومه ډله چې اوسني نظام او نړیوالو ته د ګواښ پېښ کړي، شتون نه لري، خو د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د ګډو ځواکونو مشر تازه په یو کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان جنګیالیو شمېر ۶ زره ۵ سوه تنو ته رسېدلی دی.
اناتولي سیدوروف نن په دغه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې د دغو داعشي جنګیالیو له ډلې یې ۴ زره تنه د تاجکستان پولې ته څېرمه مېشت شوي دي.
دوی دغه اندېښنې په داسې مهال کوي چې دې وروستیو کې د افغان حکومت استخباراتي ریاست د دغې ډلې د اشخاصو ډېری پټنځایونه په نښه او په کې ښکېل اشخاص یې له منځه وړي دي.
تازه وړمه شپه هم ځانګړو ځواکونو د کارته نو سیمه کې د دغې ډلې پر پټنځای عملیات ترسره کړل، چې په کې د دې ډلې پورې د تړلو نهو تنو د وژل کېدو او د یو بل تن د ژوندي نیول کېدو راپورونه ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/