معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د ساري ناروغیو مخنیوي برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر لګول کیږي

افغانستان کې د ساري ناروغیو مخنیوي برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر لګول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، له جاپان سره په ګډه یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د ۶،۹ میلیونو ډالرو پروژه لاسلیک کړه.

د خبر پر بنسټ، دغه سازمان وايي یاده بودیجه یوازې د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لګوي.

د (WHO) په وینا د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان (جایکا) سره به د ساري ناروغیو په دغه ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زیاتو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لوو داپینک د جاپان د همکارۍ نړیوال سازمان سره د ۶،۹ میلیونو امریکايي ډالرو ګډه پروژه په جاپان کې لاسلیک کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه ګډه پروژه کې به په افغانستان کې د ساري ناروغیو د اغېزو د مخنیوي او کمولو په برخه کې له ۷۶ زره څخه ډېرو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس