معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د سختې لوږې په اړه د ژغورنې نړیوالې کمېټې اندېښنه څرګنده کړې

افغانستان کې د سختې لوږې په اړه د ژغورنې نړیوالې کمېټې اندېښنه څرګنده کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان او ورسره پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو له زیاتې لوږې سره مخ دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړۍ په کچه افغانستان، سومالیا، ایتوپیا، د نایجریا شمال ختیځ، سویلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي، چې له شدیدې قحطۍ سره مخ دي.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه به نږدې ۲۲ میلیونه کسانو ته یې مرستې برابرې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې تېر کال توانېدلي و چې په ټول افغانستان کې له یو میلیون مټرېک ټنو زیات خوراکي توکي او د ۳۲۶ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو یا کوپون په بڼه په ټول افغانستان کې پر اړمنو کورنیو وېشنه وکړي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په موخه ۸ سوه مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس