معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون جوړیږي

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو لخوا په افغانستان کې د سرطان مجهز روغتون جوړولو کمپاین پیل شوی دی.
دغه کمپاین کې خلک د کرکټ ملي ټیم دوه لوبغاړي، راشد ارمان او محمد نبي عیسی خېل، دوه تنه د خېریه بنسټ چلوونکي او د یو شمېر نورو سوداګرو انځورونه په دې موخه ښکته_پورته کوي، چې د دغه روغتون په جوړېدو کې دې د خپلې برخې همکاري وکړي.
تازه د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل ويلي، افغانستان کې د ادې په نوم د سرطان ناروغۍ درملنې روغتون جوړېدو برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
هغه په خپلې فېسبوک پاڼې دا خبر خپور کړی دی، چې د دغه روغتون جوړېدو او تمویل لپاره به خپله خپلې متې بډوهي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس