معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د پوهنې د ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

افغانستان کې د پوهنې د ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، روان زېږدیز کال کې د تعلیم د ملاتړ لپاره د ۲۱۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اړتیا ده.
دې بنسټ ویلي، په افغانستان کې ۸.۷ مېلیونه وګړي د زده کړو په برخه کې ملاتړ ته اړ دي چې دوی ترې ۳.۱ مېلیونه ته په روان ۲۰۲۳ کال کې لومړيتوب ورکړی دی.
اوچا دا پیسې په ټولنو کې نجونو ته د زده کړو، ښوونځیو ته د تجهیزاتو پېرلو، ښوونکو ته د روزنې او له لرې د زده کړو د خدماتو برابرولو ته غوښتې دي.
افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز نن ۵۳۲ ورځې پوره شوې.
په لوړو زده کړو کې يې د نجونو په لګولي بندیز هم شاوخوا دوه میاشتې اوړي.
ملګري ملتونه وایي، که نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته اجازه ورنه کړل شي، څه باندې ۲۱۵ زره نورې هغه نجونې چې تازه اووم ټولګیو ته بریالۍ شوي، له زدکړو به بې برخې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس