معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی

افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د تېر کال په اپریل کې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د نشه یي توکو د بندیز له امله کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ کم شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د دوی د ارزونو پر بنسټ د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې له ۲۳۳ زره هکتارو څخه ۱۰ زره ۸ سوه هکتارو ته راټيټ شوی دی.
د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د نشه‌ یي توکو د کښت له منع کېدو وروسته، په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ ته راټیټ شوی دی. همدارنګه د دوی سروې ښیي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو حاصلات ۶۲۰۰ ټنه ول؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې یې حاصلات ۳۳۳ ټنو ته راټیټ شول.
د دغه راپور په یوه برخه کې ټینګار شوی، چې د بزګرانو د پیاوړتیا او په کلیو کې بزګرانو ته د بدیل کښت د برابرولو لپاره ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس