معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې روان زېږدیز کال ۱۷.۶ میلیونه خلک روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

افغانستان کې روان زېږدیز کال ۱۷.۶ میلیونه خلک روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۷ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په روان ۲۰۲۳ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.
دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې ۱۵٫۶ میلیون خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
اوچا دغه ټویټ کې وړاندې ویلي، چې دغه برخه کې د دوی د پاملرنې لپاره ۴۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا په داسې مهال دغه څرګندونې کړي، چې دې وروستیو کې د هوا ککړتیا او ساري ناروغیو له امله ګڼ خلک له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس