معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون بېرته فعالیږي:

افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون بېرته فعالیږي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۹):
که څه هم حکومتي مسوولین خپل حکومت له اداري فساد څخه پاک بولي، خو د حکومت ویاند اداري فساد سره د مبارزې له نړیوالۍ ورځې سره هم مهاله ویلي، په پلان کې لري څو اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون بېرته فعاله کړي.
د حکومت ویاند زیاته کړې چې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون فعالیتونه د اقتصادي ستونزو له امله ځنډول شوي دي.
تر دې وړاندې په کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو په لوی ریاست، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اړوند پنځه بنسټونه منحل شول.
له یوه لوري د روڼتیا د نړیوال سازمان د ارزونو له مخې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې لا هم د نړۍ په کچه د اوو فاسدو هېوادونو په منځ کې دی، خو له بل پلوه یو د شمېر افغانانو په باور اوس د تېر نظام په پرتله په اداراتو کې اداري او مالي فساد کم شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس