معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان کې ۱۱ میلیونه ۶ لکه ښځې له لومړنیو بشري مرستو بې برخې دي

افغانستان کې ۱۱ میلیونه ۶ لکه ښځې له لومړنیو بشري مرستو بې برخې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د امریکا د پرمختیایي ادارې مشرې سمنټا پاور ويلي، په افغانستان کې دا مهال ۱۱ میلیونه ۶ سوه زره ښځې او نجونې حیاتي بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی.
نوموړې د دې کار علت په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګول بللی دی.
سمنټا پاور د نورو بهرنیو موسسو او سازمانونو په څېر له سرپرست افغان حکومت څخه د دغې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده، خو افغان حکومت تر اوسه د نوموړې په غوښتنو او څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس