معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغاني سرې میاشتې ټولنې تېرو نهو میاشتو کې له زیانمنو سره ۴۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

افغاني سرې میاشتې ټولنې تېرو نهو میاشتو کې له زیانمنو سره ۴۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
افغاني سرې مياشتې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې يې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له زيانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۴۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
یادې ټولنې ویلي، چې دغه مرستې پر اړمنو کورنیو او د طبيعي پېښو پر زیانمنو وېشل شوې دي.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د سرې مياشتې ټولنې د معلوماتو پر اساس دغه مرستې په بادغیس، کابل، پنجشیر، پکتیکا، سمنګان، خوست، اروزګان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ ،ننګرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، دایکندي، غزني، فاریاب، کونړ او کندوز ولایتونو کې وېشل شوې دي.
دې وروستیو کې یو شمېر افغانان د مرستو وېشلو په بهیر د روڼوالي پر کمښت شکایت کوي او نیوکه کوي چې د مرستو له وېشلو ډېری مستحق خلک بې برخې پاتې کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس