معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان الف کرکټ لوبډله نن له انګلستان سره تمریناتي لوبه کوي

افغان الف کرکټ لوبډله نن له انګلستان سره تمریناتي لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان الف کرکټ لوبډله نن په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان الف کرکټ لوبډلې پر وړاندې درې ورځنۍ تمریناتي لوبه پیلوي.

د راپور پر بنسټ دغه لوبه به د روانې ډیسمبر میاشتې تر ۵مې نېټې پورې دوام وکړي.

د مسوولینو په وینا د افغانستان کرکټ بورډ به له انګلستان کرکټ بورډ سره په ګډه د یادې لوبې کوربه توب کوي او  لګښتونه به هم د خپلو – خپلو لوبډلو ورکوي.

افغان کرکټ بورډ وایي، د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتي لوبه د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه پلان شوې ده.

تر دې وړاندې افغان الف لوبډلې له عمان کرکټ لوبډلې سره هم ۲ یو ورځنۍ او ۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس