معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ازبکستاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

افغان او ازبکستاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونې بحث کړی دی.

ازبکستاني لوري ویلي، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو په ګډه پوله ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي، چې په کې د جلغوزیو او پنبې د پروسېس کارخونې، د بسته‌ بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یو شمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.

همدا راز یې د سمنګان د سمنټو په تولیدي کارخونه او د نفتو او ګازو په را ایستنه کې د پانګونې په اړه هم خبرې کړې دي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال تېره ورځ د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس