معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ازبک چارواکو پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو خبرې کړي

افغان او ازبک چارواکو پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر، الهام محکموف او د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشیف سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمه ییز اتصال، ټرانزیټي پروژو، ګډې پانګونې او سیمه کې د افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي رول په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر له خولې لیکل شوي، چې دا ځل کابل ته د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او کانونو د تکړه انجنیرانو په ګډون له ګڼو تخنیکي ټیمونو سره راغلی او په دغو برخو کې به له اړوندو ادارو سره بېلابېلې ناستې ولري.

الهام محکموف دغه راز ویلي، د افغان – ټرانس پروژې د عملي پیل لپاره یې تخنیکي پلاوی ملاتړ کوي او په خبره یې، ازبکستان له افغانستان سره د سرحدي خدماتو ۲۴ساعته کولو ته چمتو ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او په دغه برخه کې یې د همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس