معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ایراني لوري پر دوه اخیزو همکاریو خبرې کړي

افغان او ایراني لوري پر دوه اخیزو همکاریو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره چې جواد کریمي قدوسي يې مشري کوي، په کابل کې کتلي دي.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د امنیت، نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د ایران د استازو د مجلس غړو په دغه ناسته کې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر قانوني کډوالو د تګ – راتګ مخنیوي په اړه د دواړو لوريو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
ایراني پلاوي همدا راز زیاته کړې، چې اماده دي، څو په بېلابېلو برخو کې د سرپرست افغان حکومت سره خپلې تجربې شریکې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس