کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکمنستاني پلاوي او د ټاپي پروژې مشر امانوف د هرات له سرپرست والي سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي پرمختګونو په اړه خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ نوموړي په هرات کې د ریلي کنسرسیوم د دفتر، د ګمرک څانګې او د انجنيرانو لپاره د موقتي کمپونو جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
د هرات سرپرست والي ټاپي پروژه یوه مهمه پروژه بللې او د امنیت د تامین او د اسانتياوو برابرولو په برخه کې یې ډاډ ورکړی دی.
د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده، چې ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی.
چارواکو ویلي، د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/