معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او پاکستاني لوري پر ګډو ګټو ټیلیفوني خبرې کړي

افغان او پاکستاني لوري پر ګډو ګټو ټیلیفوني خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغان سیال سره د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو ټیلیفوني خبرې کړي.
دوی ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، په دې اړیکه کې دواړو لورو پر یو شمېر ګډو ګټو باندې بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا د یوه با ثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس