معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړه

افغان حکومت ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د دې وزارت ویاند د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ تېره ورځ پیل کړه.
د خبر پر بنسټ دغه لړۍ کې به هغو افغان ماشومانو ته پاسپورټونه ورکړل شي، چې ترکیې هېواد کې زېږېدلي دي.
د سرپرست افغان حکومت له راتلو سره سم په کور دننه د پاسپورټونو وېش بهیر له پېچلتیا او پڅوالي سره مخ شوی، چې له امله یې ولسي وګړي ستونزو سره مخ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس