معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت خپل هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د روسیې ادعا رد کړه

افغان حکومت خپل هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د روسیې ادعا رد کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شانګهای همکاریو سازمان په وروستۍ غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې د ځينو ترهګرو ډلو حضور د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیت ته ګواښ دی.
د سرپرست افغان حکومت ویاند لیکلي، په تېرو څه کم دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو امنیت له ګواښ سره نه‌ دی مخ شوی.
اعلامیه زیاتوي، سرپرست حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او له نورو هېوادونو هم تمه لري، چې د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس