معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت دوه امریکایي وګړي له بنده ازاد کړل

افغان حکومت دوه امریکایي وګړي له بنده ازاد کړل

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
د امریکا غږ انګرېزۍ څانګې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې افغان حکومت دغه بندیان د حسن نیت په موخه له بنده ازاد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یو خبري کنفرانس کې منلې چې یاد دوه تنه امریکایي بندیان ازاد شوي، خو یادونه یې کړې چې د ځينو ملحوظاتو له امله اوس مهال د خوشې شويو امريکايي وګړو په اړه نور جزییات نه شي وركولى.
تر دې وړاندې د افغان حکومت له لوري امریکا سره د بندیانو تبادله شوې وه چې په هغه تبادله کې د امریکا لخوا یو مشهور افغان سوداګر خوشې او افغان لوري بیا یو امریکايي وګړی ازاد کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس