کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستۍ ناستې په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان تل هڅه کړې، څو له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي، خو په خبره یې ځیني هېوادونه دې برخه کې خنډونه جوړوي.
نوموړي ویلي، دا مهمه ده چې افغانستان له خپلو ټولو حقونو برخمن شي.
فطرت ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر اغېز لاندې رانه شي او بې پرې پرېکړي دې وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له اوسني افغان حکومته غوښتي، چې که غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي، باید لازم ګامونه واخلي او د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.
دوی ویلي، چې عام افغانان د خپلې زیاتې انزوا په اړه اندېښمن دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/