معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود

افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ، د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د نوموړي دغه څرګندونې وغندلې او ټینګار یې وکړ، چې دوی له نړۍ سره پر خپلو ټولو ژمنو پابند دي.
کریمي زیاته کړې، داسې هېڅ شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي.
دې وروستیو کې پاکستان هم په کراتو پر افغان چارواکو تور پورې کړی چې د دوی د حکومت مخالف وسلوالو ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی، خو دفاع وزیر د پاکستان دغو تورونو ته تند ځواب ورکړ او نړۍ ته یې تېر کې په وار_وار ویلي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې افغانان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس