کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت په یوه اعلامیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د وروستیو پرېکړو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغان حکومت د افغانانو د دیني او ملي ارزښتونو ساتونکی نظام دی او ځان مکلف نه ګڼي، چې د روم د اساسنامې پر بنسټ جوړې شوې محکمې ته ځواب ووایي.
اعلامیه زیاتوي، چې دغه محکمه د عدالت پر ځای د سیاسي تمایلاتو له مخې عمل کوي او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د ملیونونو بې ګناه انسانانو د ځورونې او وژنې پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې ده.
افغان حکومت ویلي، د نړۍ ګڼ شمېر لوی هېوادونه د دې محکمې غړي نه دي، نو د افغانستان غړیتوب هم ضروري نه دی.
له همدې امله د دوی په وینا د سرپرست حکومت لپاره د دې محکمې منل هېڅ قانوني اعتبار نه لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) مشر څارنوال کریم خان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د افغان حکومت امیر او د سترې محکمې رییس باید ونیول شي.
نوموړي دا غوښتنه افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشریت ضد جنایتونو پورې تړلې بللې وه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/